
زمونږخبریال د ایکنا نیوز له قوله راپور راکړ، د مصر د الازهر اسلامی مرکز له افراط پالنې سره د مبارزې څارونکې برخې خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې د بهاراتیا جنتا (BJP) ګوند د هندوستان په آسام صوبې کې د انتخابي کمپاین لپاره د آرټيفیشل اینټلیجنس ټکنالوژۍ څخه د ناسمې استفادې لپاره د مسلمانانو په وړاندې یو لمسؤنکي ویډیو جوړه کړې ده.
دا ویډیو دستمبر په ۱۵ نیټه د بی جې پي ګوند په رسمي ټویټر اکاونټ کې خپره شوې وه.
د الازهر څارونکې برخې پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي، دا ویډیو د مسلمانانو یو ګمراه کوونکی انځور وړاندې کوي چې د نسلي ګواښ په توګه، داسې خطرناکې ادعاوې کوي چې په ټولنې کې د وېرې او نفرت د رامنځته کولو موخه لري. دا له اسلامه د ویرولو د پروسې یوه څرګنده ښکارنده ده چې د بشري ارزښتونو او د اساسي قانون پر اساس د ښاریزو له حقوقو او له عدالت سره په ټکر کې ده.
باید دهند واکمنه ګوند دې ددغې سپيرې هڅې په باب څیړنې او ارزونې وکړي څو په دغه هیواد کې د مسلمانې ټولنې اندیښنې پاي ته ورسیږي.
د الازهر اسلامی مرکز څارونکې برخې د هند د ټاکنو له کمیشن څخه هم غوښتنه وکړه چې د دغې ویډیو د قانوني اړخ په باب دې فوري څېړنې وکړي، دسختو ډیجیټلي قوانینو مسوده دې جوړه کړي چې په سیاسي مبارزو کې د مصنوعي ذهانت ټیکنالوژۍ استعمال کنټرول کړي او د ټیکنالوژۍ د پلیټ فارمونو لخوا دې د ډیجیټلي موادو څارنه پیاوړې کړي چې د نفرت د خپرولو مخه ونیسي.
ماډرن ټکنالوژي باید د بشري خدمت، پرمختګ او د ټولنيزې سولې د ودې لپاره استعمال شي، نه دا چې په یوې تفرقه رامینځةکونکې اولمسؤنکې وسيلې بدله شي.
https://iqna.ir/fa/news/4311687